د تخار ولایت د مرکزي ښوونځیو ښځینه زده کوونکو ترمينځ علمي سیالۍ ترسره شوې
پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت مرکز پورې اړوند د انجونو ۹ ښوونځيو هر يو (د بي بي مریم عالي لیسه، د بي بي حوا عالي لیسه، د بي بي حاجرې عالي لیسه، د اندړ عالي لیسه، د چشمه شیر عالي لیسه، د بي بي فاطمې عالي لیسې، د نهرچمن عالي لیسه او د نسوان عالي لیسې) د زده کوونکو تر مینځ د علمي سیاليو پينځم پړاو د غوره ښوونځي او غوره زده کوونکو پیژندلو په موخه د پوهنې رئيس د عبدالسمیع ابدیار، د عمومي تعلیماتو امرحسام الدین نظري او د ساینس مرکز مسلکي غړو په شتون کې د ابو عثمان تالقانی ښوونځي په انګړ کې پيل شوې.
د پوهنې رئيس، عبدالسمیع ابدیار د علم او پوهې په اړوند خبرې وکړې او د دا ډول سیالیو په لاره اچول یې د زده کوونکو په ذهني وده کې اړین وبلل.
همدا راز نوموړي زده کوونکي مطالعې ته وهڅول او له زده کونکو یې وغوښتل چې د علم ترلاسه کولو لپاره لا ډیرې هڅې وکړي.
