هرات ولایت کې د دوو ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

media-moe
Sat, Apr 03 2021 10:37 AM
افتتاح تعمیر دوباب مکتب در ولایت هرات

پوهنې وزارت، هرات: دهرات ولایت کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د ابو ایوب انصاري او شهید عرفاني لومړنيو ښوونځيو ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هرات والي سید عبدالوحید قتالي، د پوهنې رئیس ذکریا رحيمي، د دولتي ادارو ځينې چارواکو قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پرانيستل شوې، د دې ترڅنګ د مولوي عبدالقدوس امیني په نامه یو نوى ښوونځي هم د يادې ولسوالۍ اوسيدونکو ته پرانيستل شو.

د پرانيستې په ترڅ کې د هرات والي وويل: د ښوونې او روزنې پرمختګ او ثبات، د پوهنې د پراختیایې بنسټونو په رامینځته کولو کې اړین دي ، موږ د تل په څيرد پوهنې ملاتړ ته ژمن يو او د پوهنې پرمختګ لپاره به هر ډول هلې ځلې کوو.

همداراز د پوهنې رئیس زياته کړه: په ۱۳۹۹ کال کې د رباط سنګي ولسوالۍ د پوهنې په برخه کې د ښوونځیو رغونې ۱۴ پروژې پلې شوې دي، نوموړي ۱۴۰۰ ښوونیز کال د ولسوالیو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې کال وباله.

د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د ابو ایوب انصاري او شهید عرفاني لومړنيو ښوونځيو ودانۍ د اقرا پروژې له لارې د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت، دولس ټولګيو او ۷۸۰ او ۶۵۰ متر مربع زیر بنا په درلودلو سره په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS