لغمان ولایت کې د څوارلسم پاسه ښوونکو د آزموینې بهیر پیل شو
پوهنې وزارت، لغمان : د لغمان ولایت د ښوونځیو له څوارلسم پاسه برحاله ښوونکو څخه لېسانس دوره کې د شمولیت په موخه د کانکورآزموینه واخیستل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د لغمان پوهنتون په انګړ کې جوړه شوې وه، د ياد ولایت مرستیال والي ښاغلي استاد پوهنوال خواجه محمد عصامي ، د پوهنې رئیس قاري عبدالله حمیدي او ورسره مل پلاوي حضور درلود.
د آزموینې په پیل کې د لغمان پوهنتون رئیس پوهنمل دوکتور عصمت الله دراني د هر اړخيزو ویناوو سربېره ګدونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون اداره او استادان ژمن دي څو د معارف د پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي او ښوونکو ته د ښه تحصیل زمینه برابره کړي.
په یاده آزموینه کې د پوهنې ریاست ۲۹۶۲ برحاله ښوونکي لیسانس دوره کې د شمولیت په موخه معرفي شوي دي چې ياد ښوونکي به د یومنظم پلان له مخې د (شپې او ورځې) پړاونو کې په بېلا بېلو څانګو کې جذب شي.
د یادولو وړ ده، چې ليسانس دورې ته د څوارلسم پاسه ښوونکو د جذب برنامه د هیواد په کچه ټولو پوهنتونونو کې پلي کېږي او په ختیځ زون کې د لغمان پوهنتون لومړنى پوهنتون دی چې د لومړي پړاو آزموینه کې ۱۱۱ تنه په غیرکریډیت سیستم جذبوي.
