د پروان ولایت له مرکزي دارالعلوم څخه د قرآن کریم ۱۷ تنه حافظان فارغ شول
پوهنې وزارت، پروان : پروان ولایت کې د سید خیلو ولسوالۍ له مرکزي دارالعلوم څخه د قرآن کریم ۱۷ تنه حافظان فارغ او د فضیلت پګړۍ ور وتړل شوې.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس عبدالظهور حکیم، د افغانستان د علماو د شورا غړي قاري عبید الرحمن قاري زاده ، د پروان د مرکزي دارالعلوم امر مولوي جاوید حنفي، د سیمې مشرانو اوځوانانو ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې ، د پوهنې رئیس عبدالظهور حکیم ، د قران کریم د حفظولو په ښیګڼو ، د الله تعالی په دربار کې د حافظانو د مقام او په ټولنه کې د دوی د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او د فارغ شویو حافظانو کورنۍ او د سیمې خلکو ته يې د دې بریا مبارکي ورکړه.
ورپسې قاري عبید الرحمن قاري زاده د قرآن کریم په فضیلتونو او د اسلام په سپېڅلي دین کې د هغه د اهمیت په اړه خبرې وکړې او دغه حافظان یې وهڅول څو د تفسیر او نورو دیني علومو په لوستلو سره ټولنې او خلکو ته خدمت وکړي.
دغه راز د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو معین قاري لطیف الرحمن قاري زاده فارغ شویو حافظانو او د دوی کورنۍ ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ زیاته کړه :د خوښۍ ځای دی چې دا ویاړ د پروان ولایت او په ځانګړي ډول د سید خیلو ولسوالۍ په برخه شوی.
پاتې دې نه وي، چې فارغ شویو حافظانو ته د پروان ولایت د اسلامي زده کړې معاونیت، د سید خیلو ولسوالۍ د پوهنې امریت او د مرکزي دارالحفاظ د مدیریت ، لخوا د آزموینې له اخیستو وروسته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
