د هیواد په کچه د ښوونځیو ښوونکو ته د کوویډ-۱۹ واکسین د لګولو لړۍ پیل شوه

media-moe
Tue, Mar 16 2021 6:23 PM
د هیواد په کچه د ښوونځیو ښوونکو ته د کوویډ-۱۹ واکسین د لګولو لړۍ پیل شوه

د هیواد په کچه د ښوونکو ته د کووید ۱۹ واکسین د لګولو بهير د کابل ښار په الفتح عالي لیسې کې د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د عامې روغتیاوزارت سرپرست ښاغلي ډاکټر وحيد مجروح ، د یونیسف او د روغتيا نړیوال سازمانونو د استازو په ګډون سره پیل شو.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي، د ښوونځیو ښوونکو ته د واکسین لګولو د بهير د پيلولو په پار، د افغانستان له حکومته او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د کرونا وايروس په برخه کې د عامه پوهاوي بهير به له روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې ترسره کوي.

په افغانستان کې د روغتیا نړيوال سازمان او د یونیسف ادارې استازو ، د کوویډ-۱۹ واکسین د پلي کیدو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د افغانستان حکومت سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هیواد کې د پوهنې رول حیاتي او خورا ګټور وباله او زیاته یې کړه: "افغانستان یوازینی هیواد دی چې په پیل کې روغتیایي کارکوونکي، د ښوونځيو او پوهنتونونو استادان، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه او د رسنیو غړو ته د کرونا وايروس واکسين لګوي. نوموړي زياته کړه: په پيل شوې لړۍ کې به د هیواد په کچه د ښوونځیو او پوهنتونونو شاوخوا څلور سوه زره تنه استادان واکسین شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS