د کابل ولایت په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو
د پوهنې وزارت، کابل ولایت: په تعلیمي بنسټونو کې د سمسور چاپیریال د جوړولو او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه د کابل ولایت د پوهنې ریاست د مشرتابه ، د اولسي جرګې یو شمېر غړو، ولسوالانو، د ښوونځیو د شورا غړو او د ښوونځيو مدیرانو، په ګډون سره د کابل ولایت د (۱۴) ولسوالیو په ښوونځیو کې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.
په دې کمپاین کې ، ټول ټال ( ۲۵۰۰۰) قلمې نیالګي کینول کیږي چې ځینې یې میوه لروونکي او ځینې نور یې بیا ښکلاییز دي.
د کابل ولایت د پوهنې رییس محمد عظيمي، د یاد کمپاین په پیل کې وویل: په ښوونیزو مرکزونو کې د سمسور چاپیریال را مینځته کول، د نورو ګټو سربیره د زده کونکو فکري ودې کې هم له رواني پلوه اغیزناک دی او د زده کړې په بهیر کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا کمپاین هر کال، په ښوونیزو بنسټونو کې د سمسور چاپیریال جوړولو په موخه ترسره کیږي.
