د بدخشان ولایت پوهنې ریاست ته نوی رئیس ور وپیژندل شو.
د بدخشان ولایت د پوهنې نوی رئیس ډاکټر روح الله محقق د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده، د بدخشان د ولایتي شورا رئیس او غړو، د پوهنې ریاست او نورو دولتي ادادرو چارواکو او کارکوونکو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو او د سیمې خلکو ګډون درلود، وپیژندل شو او دنده یې رسمآ پیل کړه.
د بدخشان د والي مرستیال اخترمحمد خیرزاده راغلیو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: ډاکټر روح الله محقق له دې مخکې هم د بدخشان پوهنې ریاست کې دنده ترسره کړې، چې د بیاځلي راتګ مبارکي ورته وایم او هیله لرم چې په ورسپارل شویو کارونو کې تل بریالی و اوسي، د بدخشان له اولسونو غواړم څو د تیرو کلونو په څیر د پوهنې ریاست سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
د بدخشان ولایت د پوهنې نوي رئیس ډاکټرروح الله محقق، د پوهنې وزارت له مشرتابه، د یاد ولایت له رهبرۍ، د تخار ولایت د ځينو رئیسانو له ملتیا او د بدخشان ولایت له اولسونو مننه وکړه چې نوموړی یې د دې دندې وړ وګڼه، همداراز هغه زیاته کړه:د خلکو په مرستې او همکارۍ به د پوهنې په برخه کې په رښتینولۍ سره کار کوو.
هیره دې نه وي چې د بدخشان ولایت د پوهنې رئیس روح الله محقق او د تخار ولایت د پوهنې رئیس عبداسمیع ابدیار، د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ولسمشر د فرمان پر اساس مقرر شوي دي.
