هلمند ولايت کې مرکز پورې اړونده د نجونو د ښوونځي ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ ورغول شوې

media-moe
Mon, Mar 08 2021 11:11 AM
ترمیمات میز و چوکی مکاتب در ولایت هلمند

د پوهنې وزارت، هلمند : د هلمند د پوهنې ریاست د خدماتو مدیریت له لوري د مرکز لښکرګاه ښار د ټولو ښوونځیو له کاره لویدلي ميزونه او چوکۍ رغول کیږي، چې په روانه لړۍ کې په مرکز پورې اړونده د نجونو ښوونځي ته ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ ورغول شوې.

د هلمند د پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وایي چې له پلان سره سم د میزونو او چوکیو د رغونې په پیل شوې لړۍ کې د تیرو دوو اوونیو په لړ کي ۱۱۳ جوړې میزونه او چوکۍ د ۳۳۹ تنه زده کوونکو د ناستې په پار ښوونځي ته وسپارل شوې.

ښاغلی صفاري زیاتوي چې د مرکزي ښوونځيو تر څنګ به د نورو ښوونځیو له کاره لویدلي میزونه او چوکۍ ورغول شي او د زده کوونکو په واک کي به ورکړل شي.

د هلمند د پوهنې رئیس له ټولو زده کوونکو غوښتنه وکړه چي د ښوونځیو د ټولو برخو ساتنه وکړي، تر څو په راتلونکي کې د میزونو او چوکیو له نشتون سره مخ نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د هلمند د پوهنې ریاست د خدماتو مدیریت اړوند نجار خونې له لوري تر دې مهاله ۳۳۴ جوړې میزونه او چوکۍ رغول شوې دي چې څه باندې زر تنه زده کوونکو ترې ګټه اخلي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS