د پکتیکا ولایت مرستیال والي د پوهني ریاست له رهبري اوکارکوونکو سره ناسته وکړه

media-moe
Sun, Feb 28 2021 2:50 PM
دیدار رهبری مقام ولایت پکتیکا با مسوولان ریاست معارف آن ولایت

د پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي د یاد ولایت د پوهني ریاست له ریئس محراب الدین شفق سره په داسي حال کې چي د یاد ریاست مرستیالانو، کارکوونکو او د ولسوالیو د پوهنې امرینو ګډون درلود لیدنه وکړه .

په یادې غونډې کې د پوهني په بهیر کې په شته ستونزو او د راتلونکي ښوونیز کال په پلانونو هر اړخیزې خبرې وشوې، او د ولسوالیو د پوهني امرینو خپلي ستونزې د پکتیکا ولایت مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازي او د پوهني ریاست له رهبرۍ سره شریکې کړې، چې باالمقابل مرستیال والي د پوهنې ریاست د رهبرۍ او کارکوونکو سره د پوهنې ریاست پر شته ستونزوخبرې وکړې او د حل کیدو په موخه یې د مرستې ژمنه هم وکړه.

نوموړي د پوهني ریاست له امرینو او کارکونکو غوښتنه وکړه چې د دغه ولایت د ښوونې او روزنې د نظام د پیاوړي کولو په برخه کې خپلې دندې په پوره صداقت سره ترسره کړي
همدا رنګه د پوهنې رییس محراب الدین شفق هم د ناستي ګډونوالو ته وویل د پوهنې بهیر شته ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS