د لابراتواري وسایلو د ساتلو په موخه د ښوونځیو ۵۰ مدیرانو ته ښوونیږ ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Sun, Feb 21 2021 2:52 PM
د لابراتواري وسایلو د ساتلو په موخه د ښوونځیو ۵۰ مدیرانو ته ښوونیږ ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت دښوونیز ساینس او ټکنالوژی عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د مرکزي زون ( کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ او پنجشیر) د ښوونځیو ۵۰ تنو مدیرانو لپاره د ښوونې او روزنې وسایلو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې د ثبت شویو CD ګانو د ساتلو په موخه ښوونیږ ورکشاپ جوړ شو.

پوهنې وزارت د ساینس او ټیکنالوژۍ عمومي ریاست د آسیا فونډیشن تخنیکي او مالي مرستې په همکارۍ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونځیو ۳۰۰ نجونو لپاره د کانکور آزموینې د چمتو والي کورسونه پلي کړي، چې په ترڅ کې د ذکر شویو ښوونځیو لپاره درسي توکي لکه: تعلیمي سي ډي، فلش، د درسي محتویاتو نه ډګ میموري ویشل شوي.

د ورکشاپ په پیل کې، د ساینس عمومي ریاست د لابراتوارونو روزنې او پراختیا رئیس عبدالسمیع کبیري د آسیا فونډیشن له مؤسسي څخه مننه وکړه او د ورکشاپ میکانیزم په اړه یې برخه والو ته لازم معلومات وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونځیو زده کونکو ته سپارښتنې وګړې چې د لابراتواري توکو په کارولو کې جدې پاملرنه وکړي.

له بلې خوا، د یادو ښوونځیو مدیرانو ژمنه وکړه چې دیاد شوي درسي تجهیزاتو د ساتنې په برخه کې به همکارۍ کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS