دکندز پوهنې ریاست مالي کار کوونکو ته روزنیز ور کشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت، کندز: د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د مالي آمریت کارکوونکو، د برنامو مسوولینو او د ښوونیز څارنې غړو لپاره د پایلو پراساس د بودیجې چمتو کولو په موخه یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
په یاد روزنیز ورکشاپ کې د بودیجې مینځپانګې، پلان جوړول، د بودجې په عناصرو کی د اهدافو یوځای کیدل، د بودیجې عناصر او د وړاندیز شوي برنامو پایلې کول پکې شاملې وې.
د کندوز ولایت د پوهنې رئیس نجیب الله ثاقب وویل چې د دې ورکشاپ ګډون کوونکي کولاي شي د منل شوي معیارونو سره سم مالي اسناد چمتو کړي.
هغه زیاته کړه چې د تخصصي مالي روزنې په لار کې د یادو کارمندانو د لا پرمختګ لپاره، پلان شوې چې دوی ته د بودیجې، پروپوزل لیکلو، د پروژې مدیریت، د وخت مدیریت او د مدیریت روزنې برنامې زده کړې ورکړل شي.
