د لوګر ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

media-moe
Thu, Feb 18 2021 12:38 PM
ورکشاپ آموزشی ارتقای ظرفیت برای 53 تن معلمان ولایت لوگر

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د ۲۲ ښوونځیو ۵۳ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د لارښوونې له مخې د ښوونیزې څارنې او ارزونې د عمومي آمریت له خوا جوړ شوی چې موخه یې د ښوونکو ظرفیت لوړول او هم دوی ته د تدریس عصري لارې چارې ښودل دي.

په نوموړي ورکشاپ کې د نجونو او هلکانو د ۲۲ بیلا بیلو ښوونځیو ۱۵ ښځینه ښوونکو او ۳۸ نارینه ښوونکو، چې ټول ۵۳ ښوونکي کېږي برخه اخیستې ده.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي د ښوونکو د ظرفیتونو په لوړولو کې یاده روزنه مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکو ورځو کې به د مرکز پل علم په ګډون د پاتې نورو ولسوالیو ښوونکو ته هم ورته روزنیز پروګرامونه پیل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS