ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
Thu, Feb 04 2021 10:47 AM
ننګرهار کې د یو ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د څیرو لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانی په پاخه او اساسي ډول په يو پوړ کې د ولسي تړون د اقرا برنامې لخوا د ۴ میلیونو او ۳۴۵ زره افغانیو په مجموعي لګښت د ۶ میاشتو په موده کې جوړه شوي، چې ۶ درسي ټولګي، د اوبو څاه، ۳ تشنابونه او نورې اړینې آسانتیاوي لري، چې د دغه ښوونځي په جوړېدو سره ۳۲۰ زده کوونکو ته د زده کړو لازم ښوونیز چاپیریال برابر شو.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او د ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یی وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS