خوست کې د ښوونځیو آمرینو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Mon, Feb 01 2021 2:05 PM
ورکشاپ ارتقای ظرفیت برای مسوولان مکاتب ولایت خوست

د پوهنې وزارت، خوست: د خوست ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو آمرینو، سر ښوونکو او د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې اوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ د خوست ولایت د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د مرکزي ښوونځیو آمرینو، سر ښوونکو او د نظارت غړو پکې برخه لري.

د پوهنې ریاست د انسجام او هماهنکۍ آمر قدیرالله ساحل د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، له ژمنیو رخصتیو په استفادې به د خوست په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د یادو کسانو د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ شي، چې په دې سره د دوی په کړنو کې مثبت بدلون رامنځته شي.

د ورکشاپ ګډونوالو ته به د ابتدایې ښوونځیو د لایحې، کاري او تدریسي پلان، د ښوونځیو په تحویلخانو کې د جنسونو قیدول اصول تدریس او مېتود په برخه کې روزنه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې، ګډونوال به هغه موضوعات چې د ښوونکو او زده کوونکو اړوند وي، له ورکشاپ وروسته ښوونکو او زده کوونکو ته انتقال کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS