پکتیکا کې د نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نظارت ۳۰ تنو غړو ته د وړتیا لوړونې یو ورځني روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د سویډن کمیټې په مالي مرسته او د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست د نظارت آمریت له خوا جوړ شوی، چې د مرکز او ولسوالیو د نظارت ۳۰ تنه غړي پکې برخه لري.
د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق د یاد ورکشاپ د پرانيستنې په مراسمو کې د نظارت غړو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او هم یې هغوی خپلو دندو او مسوولیتونو ته ځیر کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د سویډن کمیټې، یونیسف او نورو همکارو موسسو په مرسته به د یادو روزنیزو ورکشاپونو لړۍ د پکتیکا ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي، چې پرمټ به یې ګڼ شمېر کارکونکي او ښوونکي له مسلکي ښوونې او روزنې برخمن شي.
