په لوګر کې یو ښوونځۍ بیا ورغول شوه

media-moe
Mon, Dec 28 2020 8:49 AM
په لوګر کې یو ښوونځۍ بیا ورغول شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ اړوند د جابر کلاه د هلکانو منځنی ښوونځی بېرته ورغول شو.

یاد ښوونځۍ د پوهنې ریاست د انجینرۍ مدیریت په هڅو د پوهنې وزارت د عادي بودجې له لارې بیا رغول شوی دی.

د یاد ښوونځي په بیا رغونې سره د ۴۰۰ زده کوونکو هغه ستونزې، چې د ودانۍ د خرابوالي په برخه کې یې لرلې حل شوې او هم د خوندي درسي چاپیریال درلودونکي شول.

د لوګر د پوهنې ریاست د نوموړي ښوونځي له ښوونکو او زده کوونکو د ښوونځي ودانۍ د ساتلو په برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

د یادونې وړده، چې په تېر ۱۳۹۸ لمریز کال کې هم د پوهنې وزارت د عادي بودجې له لارې د لوګر ۲۱ ښوونځي بیا رغول شوې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS