د ننګرهار په تودو سیمو کې دزده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې
د پوهنې وزارت، ننګرهار: ـ د ننګرهار ولایت په تودو سیموکې د ښوونځیو د یوولسم، دولسم او خصوصي ښوونځیو له لومړي څخه تر دولسم تولګي پورې زده کوونکو څلور نیم میاشتنی آزموینې پېل شوې.
د آزموینو د پیل په مراسموکې چې د جلال آباد ښار په استقلال عالي لېسه کې جوړ شوي و د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې وویل که څه هم چې د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله ښوونیز کال له ستونزو سره مخ شو خو د تودو سیمو ښوونیز کال د پلان او پروګرام سره سم پر مخ روان دی هغه وویل د پوهنې وزارت د لارښوونو له مخې په دغه څلور نیم میاشتنیو آزموینو کې د تودو سیمود دولتي ښوونځیو د یوولسمو او دولسمو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې (۱۰۳۹۳۴) تنه زده کوونکي برخه لري چې د آزموینې بهیر یې د (۱۲۴۵۸) تنو ښوونکو له لورې پر مخ وړل کیږي.
دپوهنې ریاست تدریسي مرستیال زده کوونکو ته د آزموینو د شفافیت ډاډ ورکړ ویي ویل که هر زده کوونکی د ازموینې په بهیر کې له کومې ستونزې سره مخ کیږي او یا نیوکه لري پوهنې ریاست مشر تابه یې په خدمت کې دی. دڅلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر به پنځلس ورځې دوام وکړي.
