په فاریاب کې د افغانکوټ د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Sun, Dec 20 2020 4:30 PM
په فاریاب کې د افغانکوټ د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پوهنې وزارت، فاریاب : د فاریاب ولایت د مرکز اړوند د افغانکوټ د نجونو د ښوونځي نوې ودانۍ د نوموړي ولایت د والي ډاکتر نقیب الله فایق، د پوهنې رییس الحاج عزت الله خوشبین لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازو، قومي مشرانو او ښوونکو ګډون درلود د پټی په پریکولو سره پرانیستل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د یاد ښوونځي په انګړ کې جوړه شوي وه د فاریاب والي ډاکتر نقیب الله فایق په پارلمان کې د فاریاب د خلکو استازي الحاج محمد هاشم، او همدارنګه د ناروې د شاهي دولت د هلو ځلو له امله مننه او قدرداني وکړه او د ښوونځي د اهمیت او د تعلیم د ارزښت په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړنو کې د ناروې شاهي دولت په مالي مرسته د ۷۷ میلیونو او ۵۰۳ زره او ۶۳۹ افغانیو په مجموعي لګښت جوړه شوې، چې ۴۲ درسي ټولګي، ۶ اداري خونې، ۱۰ غرفې عصري تشنابونه، د زده کوونکو لپاره ۷۵۶ پايي میز او څوکۍ شامل دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS