د تخار د آمریتونو بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

media-moe
Mon, Dec 07 2020 12:35 PM
د تخار د آمریتونو بستونو لپاره آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت د خواجه غار، در قد او گلفکان ولسوالیو اړوند د ښوونځیو د آمرینو ۱۶ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۸۸ کسانو څخه آز موینه واخیستل شوه.

هغه غونده، چې د نوموړې آزموینې د اخیستلو په موخه د تخار ولایت د ښوونکو د روزنې د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، د پوهنې رییس روح الله محقق، د ښځو چارو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمسیون استازو ګډون درلود.

دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم د یوي ځانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر ۸۸ تنو پکي ګډون کړی و واخیستل شوه، چې له آزموینې وروسته به ۱۶ تنه د بریالیتوب په صورت کي د خواجه غار، درقد او کلفګان ولسوالیو په ښوو نځیو کې د آمرینو په حیث په دریم بستونو کې په دندو وګمارل شي.

د تخار د پوهنې رییس روح الله محقق د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي. يوازې به لياقت، استعداد او د دوی د سوالونو ځوابونه به معيار ګرځول کيږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS