د پوهنې وزارت په نویو اصلاحاتو کې د اسلام مرکزي رول یا ونډه

media-moe
Tue, Dec 01 2020 5:28 PM

د مسلمانو ټولنو لپاره ښوونه او روزنه یو حتمي او ضروري عمل بلل کیږي، ځکه حضرت محمد “ صلی الله علیه وسلم “ ښوونه او روزنه لازمي بللې. په یو مشهور حدیث کې حضرت محمد “ صلی الله علیه وسلم “ داسې فرمایلي: طَلَبُ العلم فَرِيضَةٌ علي كُلِّ مُسْلِمٍ، ( د علم زده کړه پر هر مسلمان باندې فرض ده) سنن ابن ماجه ۲۲۴. علماو دغه حدیث په دې توګه تشریح کړی. لومړی، دغه فرضیت د نافع علومو لپاره دی چې خلک الله (ج) ته نږدې کوي.

دویم، دغه علوم دوې سرچینې لري، چې لومړۍ یې الهي وحې او دویمه یې انساني تجربې جودوي. په عمومی توګه علم یا علوم په دوه کتګوریو ویشل کیږي.

لومرۍ کتګوري یې د فرض عین علوم دي چي د هغو ترلاسه کول پر هر عاقل او بالغ مسلمان فرض ګڼل کیږي. دویمه کتګوري یې د فرض کفایي علومو په نامه یادیږي، چی فرض کفايي علوم پر ټولو مکلفینو فرض ګڼل کیږي، خو که چیرې یو تعداد کسان دغه علوم ترلاسه کړي د نورو له غاړې بیا ساقط کیږي، ولې که چیرې یو تعداد کسان فرض عین علوم ترسره کړي د نورو له غاړې د دغه علومو ترسره کیدنه نه ساقط کیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS