ننګرهار پوهنې ریاست له لورې د ماشوم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

media-moe
Tue, Nov 24 2020 12:57 PM
ننګرهار پوهنې ریاست له لورې د ماشوم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د پوهنې وزارت، ننګرهار: ننګرهار پوهنې ریاست له لورې او د یونیسف موسسې په همکاری د ماشوم نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.

د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د ماشومانو د حقوقو په اړوند خبرې وکړې ویې ویل: په افغانستان کې د روانې بد مرغه جګړې تر تولو ډیره قرباني ماشومان ورکوي او جګړې له ماشومانو د خوندي چاپېریال درلودلو حق اخسیتی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواری په پرانستونکې وینا کې لومړی ماشومانو او د هغوی کورنیو ته د ماشوم دنړیوالې ورځې له امله مبارکي وویله زیاته یې کړه: د ماشوم نړیواله ورځ په ۱۹۵۴ کال کې د ملګرو ملتونو له لورې وټاکل شوه.

پوهنې ریس د افغان ماشومانو حالت ته په کتو د ماشوم یو څو اساسي حقوقو لکه (خوندي چاپیریال، لومړنۍ اړتیاوې، زده کړه، روغتیا، نظر څرګندولو او ...) څخه یادونه وکړه، نوموړي وویل: کورنۍ، حکومت او ټولنه مسولیت لري، چې ماشوم ته د پیدایښت له وخته تر اتلس کلنۍ پورې ټول حقوق ادا کړي.

حسیب الله شینواری وویل سږ کال د ماشومانو د نړیوالې ورځې شعار د چاپېریال بدلون او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه کول دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

بیا په ختیزو ولایتونو کې د یونیسف ادارې مسول ډاکتر نافع کاکړ د ماشومانو د نړیوالې ورځې او د هغوی د حقونو د نړیوال کنوانسیون په اړه ه خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS