څمکنیو کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
Sun, Nov 15 2020 12:54 PM
څمکنیو کې د ۸۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د نجونو یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

د پوهنې وزارت، پکتیا: د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د سیمین اکبري د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې ریاست د مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې.

یاده ودانۍ د ۸۱ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د ښارجوړونې او د ځمکو وزارت لخوا په پاخه او اساسي ډول په دریو پوړونو کې جوړیږي، چې ۴۰ درسي ټولګي، ۹ اداري خونې، یوه معلوماتي خونه، د لمريزې برېښنا سيستم، د اوبو ذخيره، احاطوي دېوال، دېرش عصري تشنابونه، ګودام، کتابتون اونور اړینې آسانتیاوي به ولري.

د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د دې ولایت د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.

پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي زیاته کړه چې د پوهنې له اړخه په ځانګړي ډول په ودانیزه برخه کې سږ کال بې ساری دی، هدف مو دا دی چې یو وخت په دې ولایت کې سل سلنه د ودانیو د کمښت ستونزه حل شي. نوموړي زیاته کړه: له تاسې ټولو مو هیله ده، چې د پوهنې له دې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړئ، زه له ټولو اړخونو مننه کوم چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري او مرسته کړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS