د لوګر یوه ښوونکي په ریاضي کې نوي فورمول کشف کړي

media-moe
Mon, Oct 26 2020 10:10 AM
د لوګر یوه ښوونکي په ریاضي کې نوي فورمول کشف کړي

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د هلکانو د یوه ښوونځي یو ښوونکی په دې توانېدلی، چې د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړي.

دا ښوونکی سید ابراهیم موسوي نومېږي، چې د مرکز اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو د لېسې ښوونکی دی.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد ښوونکي د ستاینې پر مهال وویل، دا د لوګر او ټول هېواد لپاره د ویاړ خبره ده، چې یو ښوونکی د ریاضي نوی فورمول کشفوي.

هغه زیاته کړه،چې د یاد ښوونکي له لوري کشف شوی فورمول د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز ته د څېړنې په موخه لېږل شوی.

ها خوا د یاد فورمول کشف کوونکی استاد سید ابراهیم موسوي وایي، ده د ریاضي مضمون د مشتق په برخه کې د (n ام) درجې پولینومي تابع (p ام) مشتق لاسته راوړل او د (n ام ) حد (p ام) مشتق لاسته راوړل په هغه صورت کې چې ( n ) لوی له (p) نه وي د (p ام) حد د پیدا کولو لپاره یو نوی فورمول کشف کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې یاد فورمول مې په خپل کوښښ کشف کړی، پر دغه فورمول مې دوه اوونۍ کار کی او له هېڅ کوم کتاب او انټرنېټ څخه مې ګټه نه ده اخیستې.

هغه وایي، چې دغه فورمول مې په کابل کې د فلسفي ریاضي د څېړنې مرکز ته ور وړی، چې د دغه مرکز له لوري زما کشف شوی فورمول تایید شوی او ماته یې په دې ویاړ یوه تصدیق پاڼه هم را کړې ده.

استاد سید ابراهیم موسوي په ۱۳۷۱ کال کې د کلنګار په جهادي لېسه د ښوونکي په توګه دنده پیل کړې، چې په لوګر کې له تجربه لرونکو او د ریاضي د تکړه ښوونکو له جملې څخه شمېرل کېږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS