په ننګرهار کې کې د ۱،۳۲۸،۰۰۰ ډالرو په ارزښت دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د جلال اباد ښار شهید انګیزې شینوارې او بایزید روښان ښوونځیو د ودانیو جوړولو د بنسټ ډبري د یو لړ مراسمو په ترځ کې په داسي حال کې چې د پوهنې رییس حسیب الله شینواري، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې رییس د ودانۍ د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د سیمې خلکو ته په خبرو کې ټینګار وکړ، چې دولت د ټولو امکاناتو په کار اچولو سره د پوهنې برخې ته ځانګړې پاملرنه اړولې او هڅې دادي، چې ټول ماشومان په ځانکړي ډول نجونې با کیفیته زده کړو ته لاسرسی ومومي.
پوهنې رییس دغه راز د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتلو ته څانګړي پاملرنه وکړي.
د پوهنې رییس په وینا د شهیدې انګیزې شینوارې د نجونو لېسې لپاره نوې ودانی به ۳۰ درسي، ۶ اداري خونې، ۱۸ غرفې تشنابونه او همدارنګه د معلولو زده کوونکو لپاره ۶ غرفي عصري تشنابونه او پر لمریزه بریښنا سمبال د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او ذخیره ولري چې په درې پوړونو کې به د ملګروملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د ۵۴۹۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت جوړه شي.
همدارنګه د بایزید روښان لومړني ښوونځي ودانۍ به ۱۲ درسي ، ۴ اداري خونې، ۵ غرفي تشنابونه، د لمریزې بریښنا پر سیستم سمبال د څښاک د پاکو اوبو ژوره څاه او نور اړین ملحاقت ولري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د ۱۷۹۰۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت په دوه پوړونو کې د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي.
د پوهنې رییس د یادې ادارې له دوامداره مرستو نه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې به هم له پوهنیز سکتور سره دا ډول بنسټیزو مرستو ته دوام ورکړي.
