د ننګرهار د پوهنې رییس خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه ښوونځي ته وقف کړه

media-moe
Sun, Oct 18 2020 12:01 PM
د ننګرهار د پوهنې رییس خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه ښوونځي ته وقف کړه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د خپلې کورنۍ په استازیتوب خپله ۵ جریبه شخصي ځمکه د هسکې مینې ولسوالی د میاداد لومړني ښوونځي ته وقف کړه.

په یاده ځمکه به میا داد په نوم نوی تاسیس شوي لومړنې ښوونځي چې خپله ځمکه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه آسمان لاندې په زده کړو بوخت دې په پا خه او اساسیي ډول نوي ودانۍ جوړه شي، چې د دې ښوونځي په جوړېدو سره به په يوه خوندي چاپېريال کې د سېمي ماشومانو ته د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه برابره شي.

پوهنې رییس وویل کورنۍ به یې په راتلونکې کې هم له یاد ښوونځي سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دهسکې مېنې ولسوالۍ د پوهنې آمر مصري خان کلیوال د پوهنې رییس د معارف پالنې د دې احساس ستاینه وکړه او پرنورو شتمنو یې غږ وکړ چې بې ځمکو ښوونځیو ته د ځمکې په ورکولو کې همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS