د پوهنې وزارت سرپرستې د ننګرهار له والي سره ولیدل

media-moe
Wed, Oct 14 2020 10:14 PM
د پوهنې وزارت سرپرستې د ننګرهار له والي سره ولیدل

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د ننګرهار له والي ښاغلي ضیاالحق امرخیل او د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس ښاغلي حسیب الله شینواری سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې، د ننګرهار والي د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو، پرمختګ او د پوهنې ستونزو په ځانګړي ډول د درسي کتابونو کموالۍ، د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو کمبود او یو شمیر نورو مسایلو خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د دوی د هڅو له امله د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: "د پوهنې وزارت په محرومو سیمو کې د پوهنې د ستونزو حلولو ته ځانګړې پاملرنه لري."

آغلې حمیدي څرکنده کړه: ښوونه او روزنه د هیواد د هر بچي حق دی او ټینګار یې وکړ د ښوونې او روزنې د ښې زمینې برابرول په تیره د نجونو لپاره په جدي توګه کار کوي او په دې لاره کې د خلکو، علماوو او محلي مسوولانو ملاتړ ته له مخکې نه زیات ضرورت دی.

په پای کې ښاغلي ضیاالحق امرخیل د پوهنې وزارت رهبري له پاملرنې او ژمنې څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې د پوهنې وزارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS