د پوهنې وزارت سرپرستې د کنړ له والي سره ولیدل
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د کنړ له والي ښاغلي محمد اقبال سعید سره په خپل دفتر کې ولیدل.
په دغه غونډه کې، د کنړ والي د پوهنې په برخه کې د اصلاحاتو، پرمختګ او د پوهنې ستونزو په ځانګړي ډول د درسي کتابونو نشتون، د ښوونځیو جوړول، د ښوونکو کمبود او یو شمیر نورو مسایلو خبرې وکړې.
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې د دوی د هڅو له امله د کنړ له والي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: "د پوهنې وزارت په محرومو سیمو کې د پوهنې د ستونزو حلولو ته ځانګړې پاملرنه کوي."
آغلې حمیدي څرکنده کړه: ښوونه او روزنه د هیواد د هر بچي حق دی او ټینګار یې وکړ د ښوونې او روزنې د ښې زمینې برابرول په تیره د نجونو لپاره او د ښځو لپاره په دولتي ادارو کې د کار په پیدا کولو کې په جدي توګه کار کوي او په دې لاره کې د خلکو، علماوو او محلي مسوولانو ملاتړ ته له مخکې نه زیات ضرورت دی.
په پای کې ښاغلي محمد اقبال سعید د پوهنې وزارت له رهبرۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په هره برخه کې په تیره د ښوونې او روزنې، په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون تقویه کولو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
