د مالیې وزارت د نوماند وزیر او سرپرست سره لیدنه
د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي او د دي وزارت معینانو د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال سره وکتل. دغه غونډه چې د مالیې په وزارت کې جوړه شوې وه، د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات هم پکې برخه اخیستې وه.
دواړو لوریو د درسي کتابونو د چاپ د بودیجی، پروژو، د خصوصي ښوونځیو مشکلات او د مالیاتو څرنګوالي، د نوي ټاکل شوي ښوونکو معاشونه او په کندهار ولایت کې د پوهنې ستونزو او یو شمیر نورو اداري مسایلو په اړه بحث وکړ.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کورونا ویروس خپرېدل ننګونې رامنځته کړي، خو د مالیې وزارت هڅه کوي دا ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي د پوهنې په برخه کې د مالیې وزارت د همکارۍ له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې وزارت هڅه کوي د هیواد د ماشومانو د تعلیم په برخه کې د لګو امکاناتو نه ترټولو ډیره استفاده وکړي او آسانتیاوې رامنځته کړي ترڅو په راتلونکي کې هیڅ ماشوم د سواد د نعمت نه بې برخې پاتی نشي.
