متوازن، معیاري او باکیفیته خدمات زموږ په لومړیتوبونو کې دي

media-moe
Thu, Jun 25 2020 7:46 PM
متوازن، معیاري او باکیفیته خدمات زموږ په لومړیتوبونو کې دي

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سر پرستې آغلې رنګینې حمیدې د پوهنې وزارت له معیینانو، رییسانو او مشاورینو سره وکتل. آغلې حمیدي د پوهنې د نظام کاري مخینې ته په کتو سره وویل: په تیرو دوه لسیزو کې په هیواد کې د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې ښې کړنې او فعالیتونه تر سره شوي دي چې پرته له شکه د قدر وړ دي اما د نړۍ پرمختګ ته په کتو سره دا کړنې کافي نه دي آغلې حمیدي زیاته کړه: د پوهنې په برخه کې نور فرصت له لاسه نه ورکوو اوس هغه وخت را رسیدلی چی ټول خپله ملي وجیبه د هیواد په وړاندې سرته ورسوو.

په دغه ناسته کې چې د پوهنې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د عمومي زده کړو معیین ښاغلي ډاکټر محمد ابراهیم شینواري، د سواد زده کړو معیین ښاغلي سردار محمد رحیمي، د ښوونکو د روزنې او نصاب د پراختیا معیینې آغلې مرجان متین، د عمومي زده کړو سر پرست رییس ښاغلي عطاالله واحد یار، د کابل ښار د پوهنې رییس ښاغلي ډاکټر ضمیر ګوارا د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS