د افغانستان او اماراتو د پوهنې وزیرانو په هیواد کې د آنلاین زده کړو د بنسټیز جوړښت پر تقویت خبرې وکړې

media-moe
Sun, May 31 2020 8:30 PM
د افغانستان او اماراتو د پوهنې وزیرانو په هیواد کې د آنلاین زده کړو د بنسټیز جوړښت پر تقویت خبرې وکړې

پوهنې وزارت - کابل: د پوهنې وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د عربي اماراتو له پوهنې وزیر ابراهیم الحمادي سره د ویډیو کنفرانس له لارې د دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړی ډول په هیواد د آنلاین زده کړو د بنسټیز جوړښت پر تقویت خبرې اترې وکړې.

د پوهنې وزیر له خپل امارتي سیال څخه د مننې ترڅنګ د افغانستان او اماراتو د پوهنې وزارتونو ترمنځ د پوهنې او روزنې په برخه کې د مرستو د نوي پړاو له پیل هم خبر ورکړ.

ښاغلي بلخي یادونه وکړه چې د پوهنې وزارت رهبري د کرونا ویروس له خپریدو مخکې په دې هڅه کې وه چې په آنلاین ډول د زده کړو د زیربناوو پر جوړښت او له انترنیټ سره د ښوونځیو د نښلولو آسانتیاوې برابرې کړي خو دې کار نړیوالو مرستو ته اړتیا درلوده.

پوهنې وزیر د 9 میلیونو زده کوونکو له زده کړو چې 40 سلنه یې نجونې دي خبر ورکړ او ویې ویل: په نړیواله کچه د تعلیمي سیستم ډیجیټالی کیدل او د پراختیا په حال او وروسته له جګړې هیوادونو یو ځای کیدل له دې سیستم سره افغانستان هم په دې برخه کې د خپلو زیربناوو د تقویت په هڅه کې دی.

د متحده اماراتو د پوهنې وزیر ابراهیم الحمادي په خپلو خبرو کې د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه او ویې ویل: دغه هیواد به د زده کړو په ډیجیټال سازۍ کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو لوریو د استازو په ګډون به تخنیکي ټیم جوړیږي تر څو د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوهنې په برخه کې د همکاریو زمینه برابره کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS