پوهنې وزیر د کابل ښار د دریو ښوونیزو حوزو ساینسي ښوونکو لپاره د ښوونیز او تجربوي ورکشاپ د ترسره کیدو څخه لیدنه وګړه

media-moe
Thu, Mar 05 2020 9:50 AM

پوهنې وزارت ــ کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د تجربوي، ښوونیز، علمي ورکشاپ له څلورم پړاو څخه چې دکیمیا، فزیک، بیولوژي، ریاضي، او کمپیوټر برخو ښوونکو لپاره د ساینس مرکز له لوري د کابل ښار دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ښوونیزو حوزو لپاره ترسره شوۍ دۍ لیدنه وکړه.

پوهنې وزیر په دې ښوونیز ورکشاپ کې د ګډون کوونکو په مینځ کې د هغوي د ظرفیت ارتقا په موخه د راغلو ښوونکو له هڅو څخه د ستاینې ترڅنګ، ټینګار وکړ چې پوهنې وزارت د پوهنې لسیزې په سند کې د ښوونکو ستونزو حل لپاره ټول میکانیزمونه په نظر کې نیولي دي او په دې ۱۰ کلونو کې په پام کې ده چې په ښوونه او روزنه کې د اوسني حالت څخه یو مطلوبه حالت ته ورسیږو.

په دې ورکشاپ کې ګډون کوونکو د پوهنې وزیر سره په خبرو کې، د اوسنۍ ښوونیزې دوري ترسره کیدل یې ګټور او مؤثره یاد کړل او د ریاضیاتو او ساینسي مضمونو د تدریس لپاره يې د خپلو ښوونځیو ستونزې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده دا ورکشاپ د کابل ښار د دریو ښوونیزو حوزو څخه د ساینسي مضمونونو د برخې ۳۸۰ ښوونکو په شتون کې د ۱۲ ورځو لپاره ترسره کیږي.

د ویلو ده چې د کابل ښار ښوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د یاد ورکشاپ درې تیرې برخې په تیرو دو میاشتو کې ترسره شوې دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS