لوګر کې خلکو د نجونو یوه ښوونځي ته دوه درسي ټولګي جوړ کړي

media-moe
Wed, Feb 19 2020 12:53 PM
لوګر کې خلکو د نجونو یوه ښوونځي ته دوه درسي ټولګي جوړ کړي

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز پل علم پورې اړوند د شهیدې سعدې د نجونو لېسې ته د زده کوونکو د کورنیو غړو دوه درسي ټولګي جوړ کړي.
د یادو درسي ټولګیو پر جوړولو شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ لګېدلي، چې ټولې لګول شوې پیسې د زده کوونکو د کورنیو غړي ورکړي.
دغه درسي تولګي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې په یوه وخت کې د ۱۰۰ تنو زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
د شهیدې سعدې د نجونو لېسه ۱۷ کاله مخکې فعاله شوې، چې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۹۸۲ زده کوونکې لري.
نوموړې لېسې ته ۱۵ کاله وړاندې یوه دوه پوړېزه ودانۍ هم جوړه شوې، چې ۲ اداري خونې، ۱۳ درسي تولګي او نور اړین ملحقات لري.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادې لېسې د زده کوونکو د کورنیو له غړو څخه د مننې ترڅنګ د هغوی دا کار وستایه.
هغه زیاته کړه، چې د نوموړو ټولګیو په جوړولو سره د دوو ټولګیو د زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شوه.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې د روان ۱۳۹۸ کال له پیله تر اوسه خلکو ۵ نورو ښوونځیو ته هم درسي ټولګي جوړ کړي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS