د زابل د پوهنې په ریاست کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه

media-moe
Tue, Jan 14 2020 9:52 AM
د زابل د پوهنې په ریاست کې د اساسي قانون اونۍ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې په ریاست کې د هېواد د اساسي قانون د تصویب ۱۶مه کلیزه د یوې غونډې په جوړولو سره ولمانځل شوه.
یاده غونډه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د یو شمیر دولتی ادرو مسوولینو تر څنګ د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال، ښوونکو او کارکوونکو برخه اخیستې وه.
په یاده غونډه کې د اساسي قانون پر اهمیت او موثریت هر اړخیزې خبرې وشوې او له ټولو ګډونوالو څخه یې په خپلو مربوطه چارو کې د اساسي قانون د پلي کولو او رواجولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ لمریز کال د جدي میاشتې په ۱۴مه په کابل کې د لویې جرګې له خوا په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شوی دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS