د هلمند ولایت د ښوونځیو د ادارې شوراګانو غړو ته روز نیز ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د مرکز اړوند د لښګرکاه ښار او ګرشک ولسوالي د ۹ بابو ښوونځیو د اداری شوراګانو و غړو ته ۶ ورځنې ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د IRC همکاري موسسې په مالي مرسته جوړ شوي ،چې د پوهنې ریاست د ټولنیز خوځښت او شوراګانو مدیریت اړوند په مرکز لښکرګاه کي د پنځه ښوونځیو د اداري شوراګانو ۴۶ ښځینه غړو او ګرشک ولسوالۍ کي ۶۰ تنو ښځینه او نارینه غړو پکښي ګډون لري د ورکشاپ ګډون والو ته په ښوونځیو کي د نظم، د شخړو د هوارۍ او مرستي راټولو په هکله پوهاوی ورکول کیږي.
یاد ورکشاپ به شپږ ورځي دوام ولري او له دې وروسته به په مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو کي د ښوونځیو نورو اداري شوراګانو ته سمینار ورکول کېږي، چي یاد ورکشاپ څخه به ټول ۲۲۵ تنه د شوراګانو غړي ګټه پورته کړي.
دیادونې وړ ده، چي IRC موسسي یوه میاشت وړاندي هم د یوولسو ښوونځیو د اداري شوراګانو ۵۳ تنو غړو ته ورکشاپ ورکړی وو.
