د هلمند ولایت د غازي امان الله خان انجونو ښوونځۍ لپاره ځمکه ځانګړې شوه

media-moe
Sat, Jan 04 2020 5:36 PM
د هلمند ولایت د غازي امان الله خان انجونو ښوونځۍ لپاره ځمکه ځانګړې شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د غازي امان الله خان د انجونو ښوونځۍ لپاره د لشګر ګاه ښار د قلعه کهنې په سیمه کي د ښوونځۍ د جوړیدو لپاره دوه جریبه ځمکي ځانکړي شوه .
د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاری په داسي حال کې چي د لښکرګاه ښاروال او ښار جوړوني رئیس یی ملتیا کوله د قلعه کهنې په سیمه کي د ښوونځۍ د جوړیدو لپاره د دوه جریبه ځمکي څخه لیدنه وکړه.
د هلمند پوهنې رئیس د سیمي د اوسیدونکو مننه وکړه چي د ښوونځۍ لپاره یې تر خپله وسه همکاري کړې ده.
ښاغلي صفاري وویل چي د یادي لیسې لپاره دوه جریبه ځمکي ته اړتیا ده تر څو زده کوونکي په ارامه فضاء کي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
همداراز د لښکرګاه ښاروال انجنیر عصمت الله صمدي وویل چي د یادي ځمکي پر یوه برخه باندي کورونه شتون لري او د سیمي د وکیل سره تر خبرو اترو وروسته یادو کسانو د نوي ځمکي پر ورکړي سره یاده ځمکه خوشي کوي تر څو د ښوونځۍ ودانۍ باندي جوړه شي.
ښاغلي صمدي د یادي سیمي د مشرانو غوښتنه وکړه چي د ښوونځۍ لپاره ټاکل سوې ځمکه ژر تر ژره خلاصه سي تر څو د ښوونځۍ د جوړیدو چاري پیل شي.
ددې تر څنګ د ښار جوړوني رئیس عبدالولي مبارز وویل چي د غازي امان الله ښوونځۍ د ودانۍ د جوړیدو لپاره ډیري هلي ځلي ترسره شوي او په پایله کي یې منظوري ترلاسه شوې.
د یادوني وړ ده چي د غازي امان الله خان ښوونځۍ لپاره نوې ودانۍ د ښار جوړوني وزارت له لاري جوړیږي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS