ننگرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
Tue, Dec 31 2019 3:51 PM
ننگرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار نصرت لېسې د ودانۍ د بنسټ ډ‌بره د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو لخوا کېښودل شوه.
د نصرت هلکانو په لېسه کې په جوړو شویو مراسمو کې چې پکې د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې عمومي ریس او د پوهنې ریاست مشرتابه غړي هم حاضر وو د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري وویل د پوهنې ریاست په هڅو او وړاندیز او په جلال اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) په مالي مرسته د نصرت د هلکانو لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړیږي . دپوهنې ریس وویل دا ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې ۱۵۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د ۴ میاشتو په موده کې جوړیزي ، چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې او نور اړین ملحقات به ولري ، چې په جوړیدو سره به یې د نصرت د هلکانو لېسې د سرپنا ستونزه هواره شي. همدارنګه دپوهنې ریس د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې نه مننه وکړه چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د پوهنې ریاست په وړاندیز دبهسودو ولسوالۍ د سراچي نجونولېسې او د احنف بن قیس لېسې لپاره نوې دوه پوړیزه ودانۍ او دتنګي دامان لېسې لپآره داحاطې دیوال، تشنابونه او څښاک اوبو چارې پېل کړې وې چې دبشپړیدو په حال کې دي او ډیر زر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه د بهسودو ولسوالۍ د سردار داود خان او نقیب احمد خپلواک او جلال اباد ښار د شهیدې انګیزې لېسې لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې به ژر پېل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS