د زابل ولایت فرصت ښوونیز مرکز کې کمیپوټر لب فعال شو

media-moe
Sat, Dec 07 2019 12:11 PM
د زابل ولایت فرصت ښوونیز مرکز کې کمیپوټر لب فعال شو

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت اړوند قلات ښار کې د فرصت خصوصي ښوونیز مرکز له لوري د نورو زده کړو وړاندې کولو ترڅنګ د کمپیوټر لب پرانسته هم وشوه چې له دې وروسته به زده کوونکو په دې برخه کې هم په وړیا ډول سره زده کړې وکړي .
په هغه ِغونډه کې چې په همدې دې موخه د فرصت ښوونیز مرکز په انګړ کې جوړ شوي د زابل ولایت د پوهنې رییس ترڅنګ د ولایتي شورا رییس مدنی فعالانو ځوانانو او د دې مرکز زده کوونکو برخه درلوده .
د پوهنې رییس نصر الله زاهد په خپلو خبرو کې تر دامهاله د پوهنې برخه کې د فرصت ښوونیز مرکز هڅې وستایلې او زیاته يې کړه چې په وړیا ډول سره د غریبو ځوانانو او زده کوونکو ته درس ورکوي .نوموړي وویل موږ د ټولو خصوصي زده کړه ییزو مرکزونو ملاتړ کوو او وخت پروخت يې د لا پرمختګ لپاره له ښوونیز بهیر څخه نظارت هم کوو ترڅو ټولنې ته ښه زده کړه وړاندې شي
ورپسې د زابل د ولایتي شورا رییس محترم حاجي عطاجان حقبیان او د فرصت ښوونیز مرکز مشر هر اړخیزې خبرې وکړې
په دې کمپیو لب کې په دریو وختونو کې ۱۲۰ زده کوونکي کولای شي چې زده کړه وکړي د دې مرکز د مسؤلینو په خبره چې کوښښ کوي ترڅو زیاتو نورو زده کوونکو ته لاهم د ښې زده کړې زمینه مساعده کړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS