د ولسي جرګې د ښوونې او روزنې کمسیون د ښوونې او روزنې مهمو مسایلو بحث لپاره د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي ته بلنه ورکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ولسي جرګې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، کلتوری او دیني چارو کمسیون په بلنه یاد کمسیون ته ولاړ او د ښوونې او روزنې پر یو لړ مهمو مسایلو یې بحثونه او څيړنې وکړې.
په دې ګډه غونډه کې چې د پوهنې وزارت او د ولسي جرګې یاد کمسیون تر مینځ تر سره شوه د ننګرهار ښوونیزې اړتیاوې او ستونزې، د ښوونې او روزنې د تبدیلیو او ګمارنو په تړاو یې خبرې اترې وکړې او همدارنګه د لوګر ولایت زده کوونکو په اړه وروستنۍ خپور شوۍ راپور يې وڅيړه.
د یادونې وړ ده چې د ولسي جرګې د ښوونې او روزنې کمسیون په پوهنې وزارت کې د راغلو اصلاحاتو څخه ستاینه وکړه او د لوګر ولایت زده کوونکو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې خپور شوي راپور په تړاو یې د پوهنې وزارت مشرتابه توضیحات د قناعت وړ یاد کړل.
