پوهنې وزیر په کابل کې د مصر سفارت نوي قونسل سره د پیژندګلوي لیدنه وکړه او د پخواني قونسل کړنې یې وستایلې.
پوهنې وزارت- کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مصر پخواني قونسل ولید صلاح الدین شریف له کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، په افغانستان کې د مصر سفارت له نوي قونسل محمد عبدالرحیم سره وکتل.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربه توب تر سره شوه، د مصر الازهر پوهنتون یو شمیر استادانو هم شتون درلود.
د هیواد پوهنې وزیر د اسلامي زده کړو او دیني علومو څخه ملاتړ یې د پوهنې لسیزې یو له لویو موخو څخه یاد کړ او په دې برخه کې یې د مصر هیواد همکارۍ د اهمیت وړ یادې کړې او مصر یې د افغانستان یو نژدې ملګرۍ یاد کړ.
ولید صلاح الدین شریف په دې لیدنه کې خپل ۶ کلن ماموریت په افغانستان کې مثبت یاد کړ او په افغانستان کې د مصر سفارت نوي قونسل محمد عبدالرحیم د پوهنې وزارت سره د همکاریو په پياوړتیا ژمنه ورکړه.
