د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي د مړینې له امله د پوهنې وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

media-moe
Tue, Nov 12 2019 11:58 AM
د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي د مړینې له امله د پوهنې وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

د پوهنې پخوانۍ وزیر ډاکتر اسدالله حنیف بلخي یو وتلۍ، علم پوه شخصیت وو چې د ورپیښې ناروغۍ له امله یې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
انالله و انا الیه راجعون

د پوهنې وزارت مشرتابه د دوی مړینه د هغوی درنې او علم پروره کورنۍ، د ښوونې او روزنې کورنې او د افغانستان درنو خلکو ته تسلیت وړاندې کوي او د خدای ج له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت غوښتنه کوي.
ډاکتر اسدالله حنیف بلخي د مولوی محمد حنیف بلخي ځوی په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د بلخ ولایت په یوه کلتوری او علم پروره کورنۍ کې زیږیدلۍ دۍ.
ډاکتر بلخي د اسلامی علومو په عرصه کې تر دوکتورا لوړې زده کړې کړي او په امام ابوحنیفه مدرسه، دکابل پوهنتون شرعیات پوهنځۍ، د مکه مکرمه په ام القرا پوهنتون کې په مختلفو برخو کې لوړې زده کړې کړې دي.
مرحوم بلخي د مکه مکرمه په ښار کې د ابوبکر صدیق عالی لیسه کې د تدریس سابقه، د کویټ په هیواد کې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په سفارت کې د افغانستان دولت استازیتوب د مستشار په توګه، د بهرنیو چارو وزارت د تړونونو او حقوقو ریاست معاونیت، د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د دفتر ریاست کې د سیاسی چارو کارپوه په توګه، پوهنې وزارت کې د ښوونیز نصاب په برخه کې د مشاور، په کویت کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت استازي او د پوهنې وزارت مشرتابه په توګه دندې ترسره کړي دي.
اسدالله حنیف بلخي په خپل ژوند کې، ۶ ټوکه درسي کتابونه لیکلي او همدارنګه ۱۶ ټوکه فرهنګي کتابونه له عربي ژبې څخه فارسي ژبې ته ژباړلي دي.
د اسدالله حنیف بلخي په دوران کې د افغانستان ښوونه او روزنه د پام وړ لاسته راوړنو شاهد وو او پوهنې وزارت د هیواد ښوونې او روزنې چارو ته د حل او رسیدو په موخه د ښاغلي بلخي د هڅو ستاینه کوي.
یو ځل بیا د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر او د ښوونې او روزنې خادم ډاکتر اسدالله حنیف بلخي د مړینې له امله تسلیت وړاندې کوم او د افغانستان ښوونې او روزنې کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتونکۍ یم.

ډاکتر محمد میرویس بلخی
د پوهنې سرپرست وزیر

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS