پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د مرکز او ولایتونو د ښوونکو روزنې رئیسانو سره په لیدنه کې د ښوونکو روزنې ستونزې وڅیړلې.

media-moe
Sun, Nov 10 2019 2:51 PM
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د مرکز او ولایتونو د ښوونکو روزنې رئیسانو سره په لیدنه کې د ښوونکو روزنې ستونزې وڅیړلې.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پوهنې وزارت د نصاب پراختیا او ښوونکو روزنې له معینې مرجان متین او د هیواد ولایتونو او مرکز د ښوونکو روزنې یو شمیر رئیسانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر په غونډه کې د ښوونکو روزنې رئیسانو له لوري د شته ستونزو او ننګونو له اوریدو وروسته، د ولایتونو پوهنې رئیسانو او د ښوونکو روزنې رئیسانو په دوه اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
د پوهنې وزارت د نصاب پراختیا او ښوونکو روزنې معینې آغلې مرجان متین په دې غونډه کې د ښوونکو روزنې او دارالمعلمینو اوسنۍ حالت د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړ.
د ښوونکو روزنې رئیسانو د ښوونکو روزنې ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزارت مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي وښوده، او په ولایت او ولسوالیو کې د خپلو تر سره شویو کړنو راپورونه د پوهنې وزیر ته وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS