په زابل کې ۳۰۰ نجونو زده کوونکو ته د انګلیسي او کمپیوتر وړیا زده کړی وړاندي کیږي

media-moe
Sun, Nov 10 2019 1:58 PM
په زابل کې ۳۰۰ نجونو زده کوونکو ته د انګلیسي او کمپیوتر وړیا زده کړی وړاندي کیږي

د پوهنې وزارت_زابل: په زابل کې د فُرصت ښوونیز مرکز له لوري ۳۰۰ نجونو ته د انګلیسي او کمپیوټر وړیا زده کړې وړاندي کیږي.
د فُرصت ښوونیز مرکز له لوري د قلات ښار بي بي خالا لېسه کې له هغه ۳۰۰ نجونو زده کوونکو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه چې په راتلوونکي کې په وړیا توګه د دې ښوونیز مرکز له لوري ورته د انګلیسي او کمپیوټر برخه کې زده کړې ورکول کیږي .
د دې ښوونیز مرکز مشر سردارولي سرحدي وویل: دوی غواړي په عصري او دیني علومو کې د غریب او بې وزله زده کوونکو لپاره د زده کړې زمینه مساعده کړې چې دا ځل يې د خویندو لپاره هم خپل خدمات پیل کړل.
ښاغلي سردارولي زیاته کړه، چې ددوی خدمات به لاهم دوام ولري او د اړتیا په صورت کې هرځای حاضر دي چې زابلي زده کوونکو ته د زده کړې وړیا زمینه برابره کړي.
همدارنګه د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد په خصوصي برخه کې د فُرصت ښوونیز مرکز هڅې او کارونه وستایل او زیاته يې کړه چې د خویندو لپاره د عصري زده کړو وړاندې کول یو له اړینو کړنو څخه وو چې فُرصت ښوونیز مر کز دغه چاره ترسره کړه موږ ترې مننه کوو.
د بي بي خالا لېسې زده کوونکو او مدیرې هم د فُرصت ښوونیز مرکز له دې ګامه خوښي څرګنده کړه .
ُد یاده ولو وړ ده چې فرصت ښوونیز مرکز په زابل ولایت کې نوی فعالیت پیل کړی د دیني او عصري زده کړو په برخه کې په وړیا ډول سره ښوونیز خدمات وړاندې کوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS