په کندهار کې د ماشومانو د حقوقو د پوهاوی په موخه علمي سیالۍ جوړه شوه

media-moe
Sun, Nov 10 2019 1:58 PM
په کندهار کې د ماشومانو د حقوقو د پوهاوی په موخه علمي سیالۍ جوړه شوه

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار ولایت د پوهنې ریاست او یونیسف موسسي په همکاری د ماشومانو د حقوقو د کنوانسیون د (۳۰) کلیزي په ویاړ د یاد کنوانسیون د قانون د تصویب، د مادو د تشریح او د حقوقو د پوهاوي په موخه د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ په لاره واچول شوه.
په هغه غونډه کې چي د همدې سیالۍ د ګډون کوونکو د تشویق او هڅوني په موخه جوړه شوې د پوهني ریاست د مسوولینو برسیره ، د یونسیف، (HRDA) مؤسسو استازو، د ماشومانو د حقوقو مدافع او د هڅي مؤسسې مسؤل عزیزاحمد عزیزي، د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او په لسګونو ماشومانو ګډون درلود.
په یاده سیالۍ کي د ښاري ښوو نځیو ترڅنګ د ډنډ ولسوالۍ د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکو هم ګډون درلود.
په نوموړي سیالۍ کي یادو زده کوونکو څخه پنځه تنه هغه ماشومان چي په فعاله توګه یې ګډون کړی و او د ټولو حقوقو څخه یې بشپړ معلومات درلودل په نښه شول چي د همدې زده کوونکو د تشویق او هڅوني په موخه ورته ځانګړی پروګرام جوړ شوي ترڅو د دوی د تشویق او هڅوني ترڅنګ نور ماشومان هم د خپلو حقوقو څخه خبر او معلومات ترلاسه کړي.
وروسته د پوهني ریاست د عمومي زده کړو امر او سرپرست رئیس محمد طاهر ایوبي د ټولو ګډون کوونکو څخه د منني ترڅنګ وویل د تدریسي مضامینو څخه برعلاوه د افغانستان د نافذه قوانینو او ټولنیزو مسایلو په اړوند علمي سیالۍ نه یوازي د زده کوونکو د تشویق او هڅوني سبب ګرځي د دوی فکروده کوي او علمي سطحه یې لوړیږي بلکي د سټیج سره بلدتیا پیدا کوي او په راتلونکي کي په ډیر جرات سره بحث او خبري کولای شي
همدارنګه د ماشومانو د حقوقو مدافع عزیزاحمد عزیزي او د (HRDA) مؤسسې استازي محب هم ویناوي وکړې او د خپلو وینا په مهال یې په کندهار کي د ماشومانو پر حالت بحث وکړ او غوښتنه یې وکړل ترڅو ټول مسؤل اشخاص د ماشومانو حقوقو ته بشپړ درناوی ولري دغه راز ماشومانو هم د خپلو حقوقو په اړوند چمتو شوي مقالې او ترانې وویلي او په وروستیو کي هغه تحفې چي د ګټونکو د پاره ځانګړي شوي وې ورکول شوې .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS