د ننگرهار سره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک لومړني ښوونځي په رسمي بڼه خپل فعالیت پېل کړ

media-moe
Thu, Nov 07 2019 10:21 AM
د ننگرهار سره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک لومړني ښوونځي په رسمي بڼه خپل فعالیت پېل کړ

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننگرهار سره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک لومړني ښوونځي په رسمي بڼه خپل فعالیت پېل کړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه په یاد ښوونځي کې جوړه شوي وه ، د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې وویل دغه ښوونځي چې له تیرو څو کالو راهیسې یې دپوهنې ریاست له تشکیلاتودباندې د مرستندویه ادارو په مرسته فعالیت درلود دسیمې د خلکو په غوښتنه او دپوهنې د ریس د ځانګړې پاملرنې له مخې یې تشکیلاتي جوړښت د پوهنې جلیله وزارت ته وړاندی او دښوونکو دڅلورو او ادارې کارکوونکي دیو بست په ورکولو سره دسره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک لومړنی ښوونځی په رسمي بڼه او دپوهنې ریاست په تشکیلاتو کې د شامل ښوونځي په توګه خپل فعالیت پېلوي.
دپوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال د سیمې له مشرانو هم مننه وکړه چې د ښوونځي په رسمي کولو کې یې هلې ځلې کړې دي. هغه له مشرانو وغوښتل چې ددې ښوونځي سره خپلې مرستې جاري وساتي او دستونزو په حل او نیمګړتیاو په پوره کولو کې هم همکاری وکړي، چې دسیمې خلکو هم له یاد ښوونځي سره د همکارۍ جاري ساتلو ژمنه وکړه.
دسره رود ولسوالۍ دپوهنې امر محمد عثمان لنګرخیل پر وینا د سره رود ولسوالۍ د صنعتي پارک لومړنی ښوونځی ددولس سوه تنه زده کوونکې چې نیمایي یې نجونې دې پر زده کړو بوخت دي چې د سویډن کمیټې له لورې د دوه دیرش تنو ګومارل شویو ښوونکو له لورې یې دزده کړو بهیر پر مخ بیول کیږي.دسیمې خلکو هم له یاد ښوونځي سره د همکارۍ جاري ساتلو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS