د پکتیکا د پوهنې کارکوونکوته ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Wed, Nov 06 2019 9:55 AM
د پکتیکا د پوهنې کارکوونکوته ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د معاشاتو او تشکیلاتو تصفيې لپاره دوه ورځنی ورکشاپ د یاد ولایت د علی بابا په لیسه کې جوړ شو.
یاد ورکشاپ د متحده ایالاتو د پر مختیایی اداری (USAID) د (CBA) پروګرام په مالي مرسته د پوهنې وزارت کارکوونکو لخوا د دوو ورځو لپاره دایر شوي.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې د دې ریاست تدریسي، تعلیمات اسلامي، سواد زده کړو چارو مرستیالانو، مالي اداري، راجستریشن ، پلان، تشکیلاتو او نشراتو عمومي مدیرانو او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمرین برخه لري، چې د معاشاتو، تشکیلاتو تصفیی او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو روزنه ورکول کېږي.
د پکتیکا د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق د ورکشاپ د ګډونوالو نه غوښتنه وکړه ، چې د دې پروګرام نه ستره ګټه پورته کړي او په ډېر دقت، غور او ځيرکتيا سره يې پای ته ورسوي.
د پوهنې رییس ګډنوالو ته په خپلو ورځنیو چارو کې د پر وخت اجراء او جدیت امر وکړ او زیاته یې کړه چې ددې تر څنګ پخپلو اداراتو کې پوره اصلاحات رامنځته کړۍ تر څو وولس مو خوشحاله او وطن مو پر مختګ وکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS