سینګال هیواد ته د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د سفر د خبرونو لړۍ/۳
د افغانستان او سینګال هیوادونو پوهنې وزیرانو په یوه ګډه لیدنه کې د دواړو هیوادونو ښوونې او روزنې حالتونه وڅيړل.
پوهنې وزارت- داکار: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د سینګال هیواد پوهنې وزیر ښاغلۍ تیام په یوه ګډه لیدنه کې د دواړو هیوادونو د ښوونې او روزنې حالت په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه د Ministerial Advisory Group Retreat نړیوالې ناستې په څنډه کې چې د GPE په کوربه توب د سینګال هیواد کې جوړه شوې، تر سره شوه.
دواړو لورو د افغانستان او سینګال هیوادونو ښوونې او روزنې له حالت څخه خپلې ګډې تجربې شریکې او د همکاریو د یو نوي فصل د جوړیدو په سر خبرې وکړې.
ډاکتر بلخي د هیواد ښوونې او روزنې حالت د تشریح ترڅنګ په دې موضوع ټینګار وکړ چې په هڅه کې یو د ښوونې او روزنې له بیلا بیلو ډولونو څخه په ځانګړي ډول د جګړه ځپلو هیوادونو څخه چې د افغانستان له شرایطو سره سمون لرې تر مطالعي لاندې ونیسو او استفاده ترې وکړو.
د سینګال پوهنې وزیر ښاغلي تیام د دې لیدنې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو د اړیکو له پراختیا څخه خوښي وښوده او له افغانستان سره يې د ډیرو همکاریو چمتووالۍ وښود.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د Ministerial Advisory Group Retreat په نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه چې د ښوونې لپاره د نړیوال ګډون پروګرام (GPE) په کوربه توب د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۲ مه نیټه تر سره شو، سینګال هیواد ته سفر کړۍدۍ.
باید وویل شي چې (GPE) د ماشومانو ښوونې په برخه کې نړیوال ګډون پروګرام دې چې د ودې په حال کې د ۷۰ هیوادونو ملاتړ کوې.
