په کندهار کې د نجونو د روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شول
د پوهنې وزارت _کندهار: د کندهار د پوهني ریاست د روغتیا مدیریت او یونسیف ادارې لخو دنجونو د روغتیا نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترځ کې د زرغونې انا اول نمبر لېسې په جمنازیوم کې ولمانځل شول .
په یاده غونډه کې د پوهني ریاست استازي فیض الله صلحي، د ولایت مقام مشاویري ډاکټر عزیزې وطنوال، د عامي روغتیا ریاست څخه ډاکټر احمدالله فیضي، ډاکټر نورالالهي رحماني، ډاکټر فرشته باور، د پوهني ریاست د روغتیا مدیریت استازې ډاکټر اسما بارکزی او د یونسیف مؤسسې استازو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی و .
د پوهني ریاست استازي فیض الله صلحي د خپلو خبرو پرمهال د انجونو خاصتآ د زده کوونکو روغتیا ته د خاصي پاملرني او په اړوند برخه کي د سهولت برابرولو په موخه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل او یادونه یې وکړل چي د پوهني ریاست زده کوونکو ته د تدریس ترڅنګ د هغوی روغتیا ته خاصه پاملرنه کړي ده او د دوی د پاره یې ټولي هغه اسانتیاوي چي ورته اړتیا لیدل کیږي چمتو کړي دي ترڅو وکولای سي په مناسب ماحول کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي
وروسته په وار سره ډاکټر عزیزې وطنوال، ډاکټر احمد الله فیضي او ډاکټر اسما بارکزی د انجونو د امراضو خاصتآ (M,H,M) په اړه خپل معلومات او په یاده برخه کي د لازمو اقداماتو په اړه بحث او خبري اتري وکړې یادو ویناوالو د پوهني ریاست څخه مننه وکړل چي د زده کوونکو روغتیا ته یې خپله پاملرنه زیاته کړي او دوی ته یې د عامه پوهاوي ترڅنګ وقایوي اقدامات په نظر کي نیولي دي ترڅو د امراضو په مقابل کي یې معلومات ترلاسه کړي او وقایه شوي وي
دغه راز د زده کوونکو لخوا د موضوع په تړاو ترتیب شوي مقالې ولوستل شوې د غونډې په وروستیو کي هغو ښوونکو او زده کوونکو ته چي په خپلو ښوونځیو کي یې روغتیايې ټیمونه جوړ او تقویه کړي ستاینلیکونه او تحفې ورکول شوه .
