پکتیا کې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۰۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي

media-moe
Wed, Oct 23 2019 3:15 PM
پکتیا کې د ۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۰۳ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي

د پوهنې وزارت_پکتیا: په پکتیا ولایت کې د کلیو پراختیا وزارت له لوری د اقراُ برنامې په لړ کې ۱۰۳ ښوونځیو ودانیو جوړیدلو پرانسته وشوه.
په هغه غونډه کې چې د ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوي وه، د پکتیا والی بر سیره د کلیو پراختیا وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو، د ولایتی شورا غړو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون در لود.
د کلیو د پراختیا وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمی وویل: چې په دې لویې پروژې ۱۰ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د اقرا برنامي له لوري د یوه کال په جریان کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
همدارنګه د پوهنې رئیس په همدې اړوند غونډې ته په خبرو کې وویل:دا مې هیله وه چې په دې ولایت کې ښوونځي سل سلنه ودانۍ ولري، زه ډېر خوښ یم چې نن مې دا ارمان د پوره کیدو په حال کې ده.
په ورته وخت کې استاد ځاځي د ولایتي رهبری او محترم وزیر صېب له هڅو او همکاریو هم مننه وکړه چې په دې برخه کې یې د زړه له تله یې هڅې کړې دي. ددې تر څنګ یې د متوازن خدمتونو یادونه هم وکړه.
د یادولو وړ ده چې د کلیو پراختیا وزیر په نورو بیلابیلو برخو کې هم د ۴۹۹ نورو پروژو یادونه وکړه چې ۹۶۷ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راځي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS