ننګرهار کې د ښوونیزې څارنې غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
Wed, Oct 23 2019 9:38 AM
ننګرهار کې د ښوونیزې څارنې غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند دښوونیزې څارنې غړو ته د وړتیا لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو .

په دې ورکشاپ کې چې د یونیسف ادارې په مالي مرسته جوړ شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي د ننګرهار ولایت د دوه ویشت ادارې واحدونود ښوونیزې څارنې دامرینو په ګډ‌ون د ۴۴ تنه د څارنې غړي برخه لري.

دورکشاپ د پرانستې په مراسمو کې دپوهنې ریاست د ښوونیزې څارنې امر عاشق الله عمرزي دپوهنې ریاست په استازیتوب لومړی د یونیسف ادارې نه مننه وکړه چې دپوهنې ریاست په غوښتنه یې دا مهم او ګټور ورکشاپ جوړ کړي.

عاشق الله عمرزي دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې په دې ورکشاپ کې وړاندې شوي موضوعات به له خپلو لاس لاندې کارکوونکو سره شریک کړي.

وروسته د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې دریاست راغلي استازي او د ورکشاپ د ګډونوالو په استازیتوب یو تن خبرې وکړې او دا ورکشاپ یې د ښوونیزې څارنې د غړو د ظرفیت لوړونې لپاره ګټور وباله .

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS