د پکتیکا د پوهنې ریاست لخوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

media-moe
Thu, Oct 17 2019 11:40 AM
د پکتیکا د پوهنې ریاست لخوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست او یونیسف موسسی لخوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ( پاک لاسونه د روغتیا او سلامتیا ضمانت کوي ) تر عنوان لاندې د نوموړي ولایت د مرکز اړوند د خلیفه بابا په ښوونځي کې ولمانځل شوه .
هغه غونډه چي په همدې موخه جوړه شوې وه، د پوهنې د رئیس انجنیر محراب الدین شفق ږترڅنګ د ولایت مقام نماینده، د عامي روغتیا ریاست استازو، د یونیسف مؤسسې استازو، ښوونکو او په سل ګونو زده کوونکو پکښي برخه اخیسته وه .
د پوهني رئیس انجینر محراب الدین شفق د پوهني د وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي پیغام چې د همدې ورځي په مناسبت یې رالیږلی و ولوست ، دغه راز د پوهني رئیس په خپلو خبرو کي وویل: که چیري وغواړو ماشومان مو وړ زده کړه ترلاسه کړي نو باید د روغ صحت څخه برخمند اووسي چي روغتیا د پاکۍ او نظافت د مراعتولو له لاري راتلای شي، چي پدې برخه کي ښوونکي مسؤلیت لري ترڅو د تدریس ترڅنګ زده کوونکو ته د نظافت د ارزښت او مراعتولو په موخه معلومات او پوهاوی ورکړي .
همدارنګه د غونډي ګډونوالو د اسلام مبین دین او دطب له نظره په نظافت او وقایه باندې هراړخیزې او ګټورې خبرې وکړې .
د یادوني وړ ده چي د غونډي په ورستیو کي و د عامي روغتیا د مسوولینو او د پوهنې رئیس له لوري د لاس مینځلو طریقه زده کوونکو ته ور وښودل شوه.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS